Musalman Ki Izzat Kijiye

Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye

تشريف فرما وو، صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان حاضر شو، تر دې پورې چې حجره مباركه ډكه شوه د نورو کَسانو د كښيناستلو ځائ پكښې پاتې نه شو، حضرت جرير بِن عبدُ الله رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هم راغلو، ځائ خو نه وو،  ځکه هغوئي په دروازه كښې كښيناستلو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې اوليدلو نو خپل څادر مبارك ئې راغونډ كړو او هغوئي طرفته ئې ورغوزار كړو او اوئې فرمائيل: جرير! دا څادر خور كړه په دې باندې كښينه...!

      اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! د سرورِ انبياء، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له طرفه داسې عِزَّت كول معمولي خبره نه ده، اوس د صحابـئ رسول ادب او عشقِ رسول اوګورئ! هغوئي څادر مبارك زمكې ته پرې نښودو، او څادر مبارك ئې په لاسو كښې اونيولو، ښكل ئې كړو او په سترګو ئې اولګولو او بے اختياره په ژړا شو، په ژړا ژړا كښې ئې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو ماته عِزَّت راكړو، الله پاك دې ستاسو عِزَّتونه نور زيات كړي، زما دا مجال نشته چې زه ستاسو په مبارك څادر باندې كښينم، د دې وينا سره هغوئي څادر مبارك د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې وړاندې كړو.