Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
اوفرمائيل: اَیُّ یَوْمٍ هٰذَا؟ دا كومه ورځ ده؟ صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په ډىر ادب سره عرض اوكړو: اَللّٰہُ وَرَسُوْلُہٗ اَعْلَم الله او د هغه رسول ښه پوهيږي. خوږ آقا، احمدِ مجتبٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَلَیْسَ یَوْمَ النَّحْرِ؟ آيا دا يوم نحر نه ده؟ ټولو عرض اوكړو: ولے نه (دا يومُ النحر يعني بالكل دا د قربانئ ورځ ده).
بيا رسولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شكه څنګه چې د دې ورځې، د دې ښار او د دې مياشتې حُرمت او عِزَّت دے، ستاسو وينه، ستاسو مال او ستاسو عِزَّتونه هم داسې په يو بل باندې حرام دي.[1]
حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې ليكي: څنګه چې په حدودِ حرم كښې يوه نيكي په يو لاك ده، دغسې يوه ګناه هم په يو لاك ده[يعني د يوے ګناه سزا د يو لاك ګناه برابره ده]، په دې وجه حُضُور اوفرمائيل: څنګه چې د دې ځائ ګناه د نورو ځايونو د ګناه نه ډيره سخته ده، داسې د مسلمان وينه [Blood]، مال، عِزَّت، په ظلم سره بربادول سخت دي.[2]
خدایا! کسی کانہ دل میں دکھاؤں اَماں تیرے اَبَدی عذابوں سے پاؤں