Book Name:Naikiyan Chupaiy

هغوئي په نوم پوره يو سُورت سورۀ لُقمان دے. حضرت لُقمانِ حكيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ځوئ ته نصيحت كوي، فرمائي: بچيه! رياكاري دا ده چې ته د نيكئ بدله په دُنيا كښې اوغواړې حالانكه نيك خلق د آخرت د پاره نيكئ كوي. ځوئ ئې عرض اوكړو: باباجانه ! د رياكارئ علاج څه دے؟ اوئې فرمائيل: نيكئ پټول. ځوئ ئې بيا عرض اوكړو: نيكئ به څوک څنګه پټې کړي؟ د ځوئ د دې سُوال په جواب كښې حضرت لُقمان حكيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه خبرې ارشاد اوفرمائيلې : (1) هغه نيكئ د كومو چې اِظهار كول ضروري دي، په هغې كښې د اِخلاص سره داخلیږه. يعني څنګه چې لمُونځ فرض دے، نو ولے چې فرض لـمونځ په جُمات کښې د جَمعې سره کول واجب دي نو يقيناً دا ډيره غټه نيكي ده خو دا نيكي د خلقو نه پټه نه شي کيدے. دغه شان حج دے، عمره ده، دا هم ډيرې اعلٰى نيكئ دي خو ښکاره خبره ده چې حج او عُمره هم د خلقو نه پټ نه شي ادا کيدے، لِـهذا داسې نيکئ چې هغه پټې نه شي پاتې کيدے نو هغه نيكئ صرف او صرف د الله پاك د رِضا د پاره کول پکار دي، په هغې كښې د واه واه او تعريف خواهش په زړه كښې ساتل نه دي پکار، په داسې نيكو كښې به هُم داسې کولو ته نيكئ پټول وئيلے كيږي.

(2) بله خبره حضرت لُقمانِ حكيم صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اوفرمائیله چې: هغه نيكئ كومې چې په پټه  كيدے شي (مَثَلاً تَهَجُّد، نفل لمُونځونه، صدقه و خيرات) په داسې نيكو كښې كوشش كوه چې د الله پاك نه سِوا بل څوک د هغې نه خبر نه شي او كه