Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كاميابي یو داسې منزل دے چې د دې خواهش د هر انسان په زړه كښې وي، که دُنياوي مُعامَلات وي او كه د آخرت معامَلات وی، الغرض هر سړے پكښې كاميابيدل غواړي او صرف د كاميابئ حاصلولو سوچونه كوي، او هيڅ كله ناكامه کیدل نه غواړي. ياد ساتئ چې! په هر مقصد كښې د كاميابيدو د پاره اِستِقامت حاصلول ضروري دي، د نن په بيان كښې به مونږه دا اورو چې اِستِقامت څه ته وائي؟ د كاميابئ د پاره اِستِقامت ولې ضروري دے؟ د اِستِقامت حاصلولو فائدے، په قرآن كريم او احاديث طيبه كښې د اِستِقامت حاصلولو طريقے، د الله والؤ د اِستِقامت واقعات او د اِستِقامت په لاره كښې راتلونكي ركاوټونه، الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او پوره تَوجُّه سره د اوريدلو توفیق راكړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

     راځئ چې اول يوه واقعه واورو: چنانچه

دا يوه ساه ده، کاش چې په كروړونو ساګانې مې وے

    صحابئ  رسول حضرت عبدالله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه    چې كله غير مسلمو روميانو قيد كړو او خپل بادشاه ته ئې پيش كړو، نو بادشاه ورته اووئيل چې ته د خپل دين نه واوړه، زه به تا خپله باشاهئ كښې شريك كړم او خپله لور به هُم ستا په نكاح كښې دركړم، حضرت عبدالله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه     جواب وركړو: كه ته ما ته خپله ټوله بادشاهي راكړې نو بيا به هُم زه د سترګې د رپ همره هُم د خپل دين نه وانه وړم، هغه غير مسلمه بادشاه اووئيل چې بيا به زه تا قتل كړم، حضرت عبدا لله بن حُذافه رَضِیَ الله