Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

اِستِقامت واقعه واوريدله، كيدے شي چې زمونږه زړه كښې هُم په نيكو اعمالو باندې د اِستِقامت حاصلولو جذبه پيدا شوي وي، خو زمونږه حال دا دے چې يو څو ورځې نيك اعمال اوكړو بيا ئې پريږدو، يعني مونږ ته په نيكو اعمالو اِستِقامت نه حاصليږي، آخر هغه كوم څيزونه دي چې هغه په دې لار كښې ركاوټ جوړيږي. راځئ چې د هغه څيزونو په باره كښې واورو:

د اِستِقامت په لاره كښې ركاوټونه 

     ياد ساتئ! چې هسې خو په ايمان او عمل باندې ثابت قدمه اوسيدو کښې ركاوټ اچوونكي ډير څيزونه دي: مثلاً (1) د علمِ دين نه لرې والے. (2) جُمات ته د حاضريدو نه ډډه كول. (3) د ژبې حفاظت نه كول.  (4) د ګناهونو په ذريعه په خپل ځان ظُلم كول. (5) د بدمذهبو او فاسقانو او فاجرانو خلقو صحبت اختيارول. (6) د نفساني خواهشاتو د خوند اخستلو حرص لرل. (7) په مصيبتونو او آزمائشونو صبر نه كول. (8) د الله پاك د رحمت نه مايوسه كيدل. (9) اوږده اُميدونه ساتل. (10) او د اِستِقامت په لار كښې د ټولو نه لوئي ركاوټ دُنياوي محبت دے.  (تفسیر صراط الجنان ،پ۱۲،ہود،تحت الآیۃ:۱۱۲،۴/۵۰۶ بتغیر)

     ځكه چې كله انسان د دُنيا په مينه كښې اخته شي نو آخرت ترينه هير شي، د دُنيا په مَحبَّت كښې د اخته كيدو په وجه انسان د ګناهونو په دلدَل كښې مسلسل ډوبيږي، د دُنيا په مَحبَّت كښې د اخته كيدو په وجه انسان د خپل ربّ نافرمانئ كښې اخته كيږي، د دُنيا محبت د ټولو ګناهونو بنياد دے، راځئ چې په خپل زړه كښې د دُنيا نه بے رَغبتي زياتولو د پاره، نيكو اعمالو كښې د اِستِقامت جذبه زياتولو د پاره او په خپل زړه كښې د فِكرِ آخرت جذبه بيدارولو د پاره دوه فرامِين مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو