Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

د  مَدَني مركز فيضانِ مدينه د پاره زمكه هم وركړه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د اِستِقامت په باره كښې بيان اوريدلو، څنګه چې به زمونږه بُزرګانِ دِين د الله په لار كښې د راتلونكو مصيبتونو او تكليفونو باوُجود د صبر او اِستِقامت مظاهره كوله دغه شان صحابياتو او نورو اسلامي زنانؤ هُم په دې لار كښې ډير تكليفونه برداشت كړي دي، د اسلام د پاره ئې خپل كورونه برباد كړي دي، د خپل پلار نيكه زمكه ئې پريښودي ده او د اسلام د پاره چرته لرې اوسيدلو د پاره تلي دي خو بيا هم د هغوئي حوصلے نه دي كمزوري شوي. په هغوئى هر قِسمه ظلمونه شوي دي په تودو شګو او په سرو سكروټو باندې څملولے شوي دي، اوسپنې ئې ور اغوستي دي او بيا سُور لمَر ته اودرولے شوي دي، د هغوئي بچي د هغوئي په مخكښې په دار خيژولے شوي دي خو بيا هم د هغوئي په اِستِقامت كښې څه فرق نه دے راغلے! راځئ چې د ترغيب د پاره يوه واقعه اورو: چنانچه

د حضرت سُمَيَّه اِستِقامت

     د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله ”صحابيات اور دين كي خاطر قربانياں“ صفحه 2 كښې دي: چې كله به خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها، د هغې ځوئ حضرت عمّار رَضِیَ الله عَنْه    او خاوند حضرت ياسِر رَضِیَ الله عَنْه د مَكَّے مُكَرَّمے  په سخت ګرم صحراء كښې په تكليفونو كښې ګير اوليدل نو فرمائيل به ئې: صَبْرًا  یَا آلَ  یَاسِرِ  يعني اے آلِ ياسِر صبر كوئ! مَوْ عِدُکُمُ الْجَنَّۃُ  ستاسو د پاره د جنَّت وعده ده. مكے والؤ او خاص طور د اسلام دُښمن ابوجهل به كوم ظلم وي چې په هغوئي به ئې نه وي كړے، صرف د دې خبرې