Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

د ميلمستيا سنتونه او آداب

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو!  راځئ چې! د ميلمستيا سنتونه او آداب د اوريدلو سعادت حاصل كړو.  اول درې فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ (1) څوك چې چې (د قدرت لرلو باوجود) ميلمستيا نه كوي په هغه كښې خير نشته. (مُسند احمد ،۶/ ۱۴۲،حدیث: ۱۷۴۲۴) (2) د سړي دا كم عقلي ده چې د ميلمه نه خدمت اخلي. (اَلْجامِعُ الصَّغِیر،ص۲۸۸،حدیث :۴۶۸۶) (3) سُنَّت دا دي چې سړے به ميلمه د دروازے پورې رخصتولو له ځي. ( ابن ماجہ،۴/۵۲، حدیث: ۳۳۵۸)  * ميلمه له پكار دي چې د خپل كوربه د مصروفياتو خيال ساتي. * صدر الشريعه حضرت مفتي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ميلمه له څلور خبرې ضروري دي. (١) كوم ځائے ئې چې كښينوي هلته دِ كښيني (٢)څه چې ورته مخې ته كيښودے شي په هغې دِ خوشحاله شي، (داسې نه ده پكار چې اووائي: د دې نه ښه خوراك خو زه په خپل كور كښې كووم يا داسې قِسم نور الفاظ). (٣) د كوربه د اِجازت نه بغير دِ د هغه ځائے نه نه پاڅي. (٤) چې كله بيرته ځي نو د هغه د پاره دِ دُعا اوكړي. (عالمگیری،۵/۳۴۴)  *  كور يا طعام وغيره معاملاتو كښې هيڅ قِسم عيب مه را اوباسئ او مه د دروغو صفتونه كوئ. كوربه دِ هم د ميلمه نه داسې تپوسونه نه كوي چې هغه د دروغو وئيلو په خطره كښې پريوځي مثلاً زمونږ د كور پخلے څنګه وو؟ ستاسو خوښ شو كه نه؟ په داسې موقع باندې