Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

كښې ئې دُعا ته د مُؤمِن وسله وئيلي ده، لِـهذا دا وسله استعمالوئ يعني د خپل ربّ تعالٰى نه د اِستِقامت سوال كوئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(3) درجه بندي

  د ټولو نه مخكښې هغه اعمال په اِستِقامت سره كول پكار دي كوم چې شريعت لازِم كړي دي، په فرضو، واجبو او سُنَّتو باندې عمل. د دې د پاره د فرض، واجب او سُنَّتِ مُؤَكَّدَه عِلم حاصلول هُم ضروري دي او د خپل نفس خلاف كوششونه او مُجاهِدات كول هُم ضروري دي. د دې نه علاوه د يو پيرِ كامِل مُريد جوړيدل پكار دي چې د هغوئي په بَرَكت د نيكئ په كارونو كښې اِستِقامت حاصل شي. ياد ساتئ! چې په چا باندې كوم عمل فرض او واجب شو، د هغه د پاره په هغې باندې اِستِقامت لازِم دے.

(4) ميانه روي اختيار كړئ

      په هر مقصد كښې اِستِقامت حاصلولو د پاره ضروري ده چې بنده كوم عمل شروع كوي نو د هغې په اِبتِدا كښې دِ تادي نه كوي بلكه ميانه روي دِ اختيار كړي، بيا دِ په قلاره قلاره په هغې كښې اِضافه كوي، ځكه چې تادي كوونكے انسان ډير زر همَّت بيلي او د هغې په وجه ورته په هغه كار كښې اِستِقامت نه حاصليږي، لِـهذا كه مونږه په يو كار كښې اِستِقامت حاصلول غواړو نو په پكار ده چې په هغه كار كښې ميانه روي اختيار كړو، مَثَلًا كه يو اسلامي ورور دا غواړي چې هغه ته هره ورځ په تِلاوتِ قرآن باندې اِستِقامت حاصل شي نو هغه له پكار دي چې شروع كښې د