Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

بَرَكت د دعوتِ اسلامي  نيك نامي او تشهير كيږي. * ”د سحر لـمانځه ته راپاڅولو والا“مسلمانانو ته د حج او د خوږې مدينے ليدلو دُعا كوي، كه الله تعالٰى اوغواړي نو دا دُعاګانې به د ده په حَق كښې هم قبولې شي. * د سحر لـمانځه ته راپاڅولو  كښې د پيدل ګرځيدلو په بَرَكت صِحت هُم ښه كيږي.

      مسلمانان د سحر لـمانځه د پاره راويښول سُنَّتِ مُصطفٰے او سُنَّتِ  داوٗدى (يعني  د حضرت سَيِّدُنا داوٗد  عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سُنَّت) او سُنَّتِ صَحابه دي، چنانچه

 اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ به چې د سحر لـمانځه له تشريف وړلو نو لـمانځه د پاره به ئې خلق راويښول او جُمات ته به ئې تشريف راوړلو. (طبقات کبریٰ، ذکر استخلاف عمر،۳/۲۶۳  مفہوماً) راځئ چې د ترغيب د پاره د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو يو مَدَني سپرلے واورو چنانچه

د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو  بركتونه    

          يو اسلامي ورور د عاشِقانِ رَسُول د دِيني تَحرِيك دعوتِ اسلامي  يوے قافلے سره يو ښار ته لاړو ، د سحر اذان نه پس هغه د سحر لـمانځه ته راپاڅولو د پاره بهر کوڅو کښې آواز  لګولو چې ناڅاپه د يو كور نه يو ماډرن ځلمے هغه سره يو ځائے شو او هغه د سحر لـمونځ په جُمات كښې د جَمعې سره ادا كړو. بيا وروستو د هغه ځلمي پلار د قافلے عاشقانِ رَسُول سره ملاقات د پاره راغلو. او هغه مالدار هم وو، هغه راغلو او اوئې وئيل چې ستاسو د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو  په بَرَكت زما نافرمانه ماډرن بے لـمانځه ځوئ پينځه وخته لـمونځ كول شروع كړو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د هغه ماډرن ځلمي پلار په هغه ښار كښې