Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

يو دوه ركوع تلاوت كولو عادت جوړ كړي بيا چې كله په دې باندې اِستِقامت حاصل كړي نو يوه ركوع تلاوت دِ نور زيات كړي، هُم دغسې دِ كوي نو په قلاره قلاره به اِنْ شَــآءالـلّٰـه په تِلاوتِ قرآن باندې اِستِقامت حاصلولو كښې كامياب شي.

    ياد ساتئ چې دا تفصيل صرف د نفلي عبادت د پاره دے، او پاتې شو فرض او واجِب عبادتونه نو د هغې چې څنګه شرائط پوره شي نو فوراً اِستِقامت سره ادا كول لازم دي. مَثَلًا په چا لـمونځ فرض شي نو دا نه ده چې هغه د اِستِقامت حاصلولو د پاره اول د يو دوو لـمونځونو عادت جوړ كړي او بيا دِ ئې په قلاره قلاره زياتوي بلكه فوراً به پينځه وخته لـمونځونه ادا كوي. الله پاك دِ مونږ ته په نيكو كارونو كښې اِستِقامت رانصيب كړي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(5) د بُزرګانو په سيرت عمل اوكړئ

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په نيكو اعمالو باندې د اِستِقامت حاصلولو په طريقو كښې يوه طريقه دا هُم ده چې د بُزرګانِ دين د سيرت مطالَعه اوكړے شي، مونږ اوريدلي دي چې صحابه كرام او بُزرګانِ دين به د هر قِسمه تكيلفونو او مصيبتونو تيرولو باوُجود هم په اِيمان باندې ثابت قدم اوسيدل، هغه مقَدَّسو هستئو ته د اسلام قبلولو په وجه قِسما قِسم تكليفونه وركړے شوي وو، كله به كُفّارو په كوړو وهل، كله به ئې څو څو ورځې اوږي تږي ساتل، كله به ئې په تَودو شګو څملولم او د پاسه به ئې پرې دروند كانړے كيښودو، كله به ئې ورته په ښپو كښې بيړئ واچولې، كله به ئې ورته په مرئ كښې پړے واچولو او راښكلو به ئې، كله به ئې په لتو وهل، كله به ئې دار