Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

او نصيحت او عبرت حاصل كړو، چنانچه

د دُنيا نه د بے رغبتئ فضائل

     خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائى: څوك چې هميشه د دُنيا په فِكر كښې اخته وي (او د دِين پراوه نه كوي) نو الله پاك به د هغه ټول كارونه پريشانه كړي او د هغه مُفلسي به هميشه د هغه مخې ته وي او هغه ته به دُنيا هغه همره ملاويږي څومره چې د هغه په تقدير كښې ليكلي شوي ده او د چا نِيَّت چې د آخرت طرف ته وي  نو الله كريم به د هغه د زړه ساتلو د پاره د هغه ټول كارونه سَم كړي او د هغه په زړه كښې به د دُنيا نه بے پراواهي واچوي او دُنيا به هغه له پخپله راځي. ( ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب الہم بالدنیا، ۴/۴۲۴، حدیث: ۴۱۰۵)

     خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چا چې خپلې دُنيا سره محبت اوكړو هغه خپل آخرت ته نقصان اورسوو او چا چې خپل آخرت سره محبت اوكړو هغه خپلې دُنيا ته نقصان اورسوو، پس تاسو فنا كيدونكي (دُنيا) باندې باقي پاتې كيدونكي (آخرت) ته ترجيح وركړئ. (مسند احمد،مسند الکوفیین، ۷/۱۶۵، حدیث: ۱۹۷۱۷)

د بيان شوي حديثِ پاك نه لاندې حكيمُ الامت مفتي احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې فرمانِ عالي نه معلومه شوه چې د دُنيا او آخرت دواړو محبت په يو زړه كښې نه شي جمع كيدلے، دُنيا د آخرت ضِد ده، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د اِيمان كمتره درجه دا ده چې انسان دا اوپيژني چې دُنيا فاني ده او آخرت باقي پاتې كيدونكے دے، د دې نتيجه دا ده چې په دُنيا كښې اوسيدلو سره د آخرت تياري اوكړي، او په دُنيا كښې نه مشغوله كيږي.  (مرآۃ المناجیح،۷/۱۸ملتقطا)