Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

ته اوخيژول، كله به ئې په سرو كړو تيلو كښې واچول، خو بيا به هُم د الله پاك هغه نيك بندګان په اِيمان او مَحبَّتِ رَسُول باندې ثابت قدمه اوسيدل.

د زخمونو سپينې نښې 

     راځئ چې په دين باندې د اِستِقامت يو د دَرد نه ډك داستان واورو: چنانچه منقُول دي چې يو ځل د حضرت خَبّاب رَضِیَ الله عَنْه په ملا باندې د اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه نظر پريوتلو نو د هغوئي په ټوله ملا ئې د زخمونو سپينې سپينې نښې اوليدلے. حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه ترينه تپوس اوكړو چې: اے خَبابه! ستا په ملا باندې دا د زخمونو نښې څنګه دي؟ هغوئي رَضِیَ الله عَنْه جواب وركړو: اے اَمِير المُؤمِنين! تاسو د دې زخمونو نه څه خبر ئې؟ دا د هغه وخت خبره ده چې تاسو به په لاس كښې ښكاره توره نيولي وه او د حُضُور پُرنُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شهيد كولو پسې به ګرځيدلې. هٰغه وخت زما په زړه كښې د محبتِ رَسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شمع روښانه شوه او مسلمان شوم. هغه وخت كفارو زه په سرو كړو سكروټو باندې څملولم، زما د ملا نه دومره وازګه وِيلي شوه چې په هغې سكروټې مړې شوے او زه څو ګينټے بے هوشه پروت ووم، خو په ربِّ كريم مې دِ قَسم وي چې كله په هوش كښې راغلم نو د ټولو نه اوَّل مې د خُلې نه كلمه طيبه لَااِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ اووتله. د اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه په سترګو كښې اوښكې راغلې، اَو اوئې فرمائيل: اے خَبابه! قميص دِ اوچت كړه چې زه ستا د ملا دِيدار اوكړم. دا ملا څومره مباركه او مُقَدَّسه ده چې د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وجه په اور سوزيدلي ده. (الطبقات لابن سعد،رقم۴۳،خباب بن الارت، ۳/۱۲۳ماخوذا)

     اے عاشقانِ صحابه! لږ سوچ اوكړئ! صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان د اسلام د سربُلندئ