Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

پينځه سوه (500) ركعاتو نه زيات به ئې نه شو كولے نو ژړل به ئې او فرمائيل به ئې چې: افسوس! زما عمل نيم پاتې شو.

      حضرت امام اَحمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به شَب بيداري كوله او [د الله پاك په بارګاه كښې به ئې] ژړا فرياد كولو، هره ورځ به ئې 300 ركعاته نفل كول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پينځه حجونه كړي وو، درې حجونو ته پيدل تلے وو.

      حضرت ابُو قِلابه او حضرت عبدُ الـمالِك رَقّاشي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْهِما به روزانه 400 ركعاته نفل كول.

      حضرت بلال بِن سَـعْد بِن تمِيم اَشعَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ  1000 ركعاته نفل كول.

      حضرت ثابِت بِن اَسلم بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د پنځوسو (50) كالو پورې كله د تَهَجُّد لـمونځ نه وو قضا شوے، ټوله شپه به ئې نفلونه كول او سحر كښې به ئې په ژړا ژړا دا دُعا كوله چې، اے الله كه ته كوم بنده ته په قَبْر كښې د لـمانځه كولو اجازت وركوے نو ما ته ضرور اجازت راكړې چې زه هُم خپل قَبْر كښې لـمونځ كووم. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ټوله شپه نفلونه كولو نه علاوه يو پوره قرآن ختمولو او هميشه به ئې روژے نيولي.

په دولسو دِيني کارنو كښې يو دِيني کار ”د سحر لـمانځه ته راپاڅول“

          دولسو دِيني کارونو كښې يو دِيني کار ”د سحر لـمانځه ته راپاڅول“ هم دي.

* اَلْحَمْدُ لِلّٰه د ”د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو “  په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي. * ” د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو “ په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي. * د ” د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو “ په بَرَكت د جُمات په وړومبي صف كښې تكبيرِ اولىٰ سره د سحر لـمونځ ادا كيدے شي. * د ” د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو “ په بَرَكت د نيكئ دعوت وركولو ثواب هم ګټلے کيږي. * د ”د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو“ په