Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

وقار دے. لِـهذا مونږ ته پكار دي چې په هر نيك كار كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش اوكړو. راځئ چې د اِستِقامت تعريف واورو: چنانچه

د اِستِقامت تعريف

     علامه شريف جُرجاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګناهونو نه بچ كيدلو او د نيكو اعمالو پابندي كولو ته اِستِقامت وائي.  (التعریفات للجرجانی،باب الالف،تحت اللفظ :الاستقامۃ، ص٢٠)

اِستِقامت د كرامت نه اوچت صِفَت دے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د اِستِقامت تعريف او د دې د اَهَمِّيَّت په اوريدلو به زمونږ په زړونو كښې هم د اِستِقامت حاصلولو خواهش پيدا شوے وي، ځكه چې اِستِقامت يوه داسې درجه ده چې د هغې په ذريعه په مقصد كښې كاميابي حاصليږي، په كوم كار كښې چې اِستِقامت نه وي هغه كار هيڅ كله هُم سر ته نه رسي، اِستِقامت د نيكو حاصلولو بهترينه ذريعه ده، څوك چې په خپل كار كښې اِستِقامت نه اختياروي د هغه كوشش ضائع شي او هغه ته د خپل كوشش هغه برَخه نه نصيب كيږي د كومې چې هغه اُمِّيد او خواهش لري. څوك چې د اِستِقامت نه محرومه وي هغه هيڅ كله هُم د خپل موجوده مقام نه مخ په ترقئ نه ځي. مشهور قول دے:

      اَلْاِسْتِقَامَۃُ فَوْقَ الْکَرَامَۃِ  يعني اِستِقامت د كرامت نه اوچت دے.

     حضرت ابُو علي جَوز جاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِستِقامت اختيار كړه، د كرامت طلبګار مه جوړيږه، ځكه چې ستا نفس د كرامت په طلب كښې دے او ستا رب ستا