Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

( تفسیر ابن کثیر، پ۱۴، النحل،تحت الایة:۱۰۶، ۴/۵۲۱)

     اے عاشقانِ صحابه و اهلِبَيت! تاسو واوريدل چې حضرت عبد الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه په ايمان باندې د ثابت قدمئ څومره زبردسته مظاهره اوكړله، لږ غور اوكړئ! چې د بنده په بدن باندې غشي وريږي، لاسونه، ښپے او بدن ئې زخمي زخمي شوے وي او د هغه په مخكښې بل سړے را اُونيسي او په سرو كړو تيلو كښې ئې ورواچوي نو ډير زيات دُنيوي طاقتور انسان هم ثابت قدمه نه شي پاتي كيدے، خو قربان شم د حضرت عبد الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه د اِستِقامت نه چې په هغې كښې لږ شان كمے هم رانغلو، نه د غيرمسلمو په دهمكيانو اويَريدلو او نه د قيد تكيلفونو د ايمان نه واړولے شو، په حق او صداقت باندې قائم دا صحابي د سختو سختو مصيبتونو نه بالكل اُونه يريدلو، هغوئي د الله و رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په صِدق مَحبَّت كولو ځكه ئې د دُنيا د آفتونو هيڅ پرواه اونكړه، او په دې لار كښې راتلونكے هر تكليف او مصيبت ئې په خوشحالئ خوشحالئ برداشت كړو، د دُنيا مال او د حُسن و جمال لالچ هم د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په ثابت قدمئ كښې څه كمے را نه وستو، تر دې چې د اسلام د پاره ئې د دُنياوي راحتونه په ځائے هر قِسم تكليف ته غاړه كيښوده او بادشاه ته ئې د عشق و محبت نه ډك داسې جواب وركړوچه ’’دا خو يوه ساه ده، چې زه ئې د الله په لاره كښې قربانووم، كاش! چې زما د بدن په هره هره حصه كښې يوه يوه ساه وے او هغه ټولې مې د الله په لار كښې قربان كړے وے.‘‘ او دا ئې چې واوريدل نو بادشاه هم حيران او پريشانه پاتې شو.

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ! تاسو واوريدل چې د الله هغه نيك پرهيزګار بندګان به په دِين باندې څومره اِستِقامت سره قائم اوسيدل، لِهٰذا مونږ له هم په هغه