Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

عَنْه جواب وركړو چې د دې تا ته اختيار دے، د باشاه په حكم غشي ويشتونكو د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په لاسونو، ښپو او بدن باندې غشي ورول شروع كړل او بيا بيا به ئې دوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته وئيل چې اوس هم خپل دين پريږده، خو په صبر او اِستقلال قائم حضرت عبدا لله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه به فرمائيل: هيڅ كله به هُم خپل دِين پريږ نه دم. آخر بادشاه حكم اوكړو چې دا د سُولي نه را كوز كړئ او د پيتلو په غټ ديګ كښې تيل واچوئ او په اور ئې كيږدئ، چې كله په ديګ كښې تيل سره شو نو بادشاه د يو مسلمان قيدي په باره كښې حكم اوكړو چې دا په سرو شوو تيلو كښې واچوئ. د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په مخكښې ئې هغه مسلمان قيدي په تيلو كښې واچولو، د هغه غوښه اوسوزيدله او هډوكي ئې په تيلو كښې اوځليدل. د هغې نه پس بادشاه بيا حضرت عبدُ الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه ته اووئيل چې اوس زمونږ مذهب قبول كړه، ګنې په دې ديګ كښې به تا هم واچوو اَو اُو به دِ سيزو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْه بيا هم خپل جوشِ ايماني ښكاره كړو اَو اوئې فرمائيل: زه به خپل دين هيڅ كله هُم پريږنه دم. بادشاه حكم اوكړو چې دے په دې تيلو كښې واچوئ، چنانچه

      چې كله هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د اور په ديګ كښې اچولو د پاره راوړے شو، نو د هغوئي د سترګو نه اوښكې روانې وے. بادشاه چې دا اوليدل نو حكم ئې اوكړو چې دوئي زما خوا ته راولئ. كيدے شي چې د اور په ليدلو د ده خيالات بدل شوے وي او زما خبره اومني، خو د بادشاه دا سوچ او امید بےفائده اوختو. ځكه چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل چې زه د اور د ويرې نه نه ژاړم، بلكه زه خو په دې وجه ژاړم چې آه! زما صرف يوه ساه ده، چې زه ئې د الله په لاره كښې قربانووم، كاش! چې زما د بدن په هره هره حصه كښې يوه يوه ساه وے او هغه ټولې مې د الله په لار كښې قربان كړے وے.