Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

فَسْــٴَـلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَۙ(۴۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو اے خلقو! د علم والؤ نه تپوس اوكړئ كه تاسو ته علم نه وي.

    د دعوتِ اسلامي د شُعبے ”دارالافتاء اهلسُنَّت“ علمائے كرام اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ په مختلف انداز كښې (مثلاً مخامخ، د واټس ايپ په ذريعه، د اِي ميل په ذريعه، د ټيلي فون، موبائل وغيره په ذريعه) د ټولې دُنيا د عاشقانِ رسول شرعي رَهنمائي كوي، مونږ ته هُم پکار دي چې كله څه شرعي مسئله راپيښه شي نو د هغې د حل کولو د پاره دارُالافتاء سره رابطه کوو او د هغوئي نه شرعي رِهنمائي حاصلوو او بيا د هغې مطابق عمل کوو.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صلاحيت او قابليت په اعتبار سره په خپله زمانه كښې مُمتاز [يعني په عِلم کښې اوچته درجه لرونکے] وو او په ډيرو علومو کښې مهارت لرلو والا مفتئِ اسلام وو. زمونږ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اوصافو كښې دا هم دي چې هغوئي ته په قرآن و حديث باندې عُبُور حاصل وو، راځئ چې واورو چې هغوئي ته په قرآن و حديث باندې څنګه عُبُور حاصل وو!

په علمِ تفسير ئې جور نظر وو

         حضرت حافظ ابُو العباس احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې زه د حضرت علامه عبد الرحمٰن اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره يو ځل د پيرانِ پير حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان په اجتماع كښې حاضر شوم، يو قاري صاحب د قرآنِ كريم تلاوت اوكړو، د تلاوت نه پس غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وعظ شروع كړو او د هغه تلاوت شوو آياتِ مباركه نه ئې د يو آيت تفسير بيان كړو او د هغې معنٰى ئې بيان كړه، حضرت ابُو العباس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي