Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

ترا رُتبہ اَللّٰہُ اَکْبَر سروں پر                   قدم  اَولیا  نے  لیا  غوثِ اعظم([1])

 

ستا مَرتَبه اَللّٰہُ اَکْبَر وليانو په سر خپل          کيښودو ستا قدم غوثِ اعظم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له هم پكار دي  چې د غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نقشِ قدم روان شو او په خپلو زړونو كښې د عِلمِ دين حاصلولو شوق پيدا كړو او د دې په ذريعه د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح كوشش اوكړو. ياد ساتئ! صرف علمِ دين د الله پاك پيژندګلو وركوي، د علمِ دين په ذريعه د الله پاك رضا حاصليږي، د علمِ دين په ذريعه د الله پاك ويره پيدا كىږي، د علمِ دين په وجه بنده د مُعاشرے يو ښه انسان جوړيږي، علمِ دين داسې نعمت دے چې د هُم دې په وجه مخلوق د عالِم سره محبت كوي، علمِ دين داسې نعمت دے چې د هُم دې په وجه انسان ته عِزَّت او شرافت نصيب كيږي، علمِ دين داسې نعمت دے چې د الله پاك عبادت د هُم دې په وجه كيدے شي او علمِ دين داسې نعمت دے چې د هُم دې په وجه انسان تقوٰى او پرهيزګاري اختياروي. دا خبره بالکل صحيح دي چې مونږه د پيرانِ پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان مجاهدات نه شو کولے خو پکار ده چې هِمَّت نه بيلو او د عِلمِ دين حاصلولو د پاره څه نه څه كوشش ضرور اوکړو.

غوثِ اعظم ته علمِ لَدُني حاصل وو

          خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته بےشميره بركتونه وركړي وو، الله پاک غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د قرآنِ كريم


 

 



[1]   سامانِ بخشش،ص۱۱۶