Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

غوثِ اعظم په طور د مفتـئ اعظم

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيْتُ سُنَّتَ الْاِعْتِكَافِ
(ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، او ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. او ورسره ورسره به ستاسو د پاره په جُمات كښې خوراك څښاك هُم جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

      د حضرت سيدُنا ابو طَلحه رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې يو ځل د سحر په وخت كښې د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مخ مبارك باندې د خوشحالئ نښې ښکاريدلي، صحابۀ كرامو عَلَيهِمُ الرضوان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نن تاسو ډير خوشحاله ښکارئ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: ما ته د ربّ له طرفه يو راتلونكے راغے او عرض ئې اوكړو چې ستاسو کوم اُمَّتـي په تاسو يو ځل دُرود شريف اولولي، الله پاك به د هغه د پاره لس نيکئ ليکي، د هغه لس ګناهونه به وران [يعني ختم] كړي او د هغه لس درجې به اوچتې كړي او په هغه به هُم دومره [يعني لس] رحمتونه ليږي. ([1])


 

 



[1]    مسند احمد ، حدیث ابی طلحة ، رقم ۱۶۳۵۲،ج۵،ص۵۰۹