Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

كښې د مدرسة المَدينه بالغاتو شمير 6 زره 89 دے او د لوستونكو زنانؤ شمير تقريباً 59 زره 618 دے. 

     په كومو علاقو كښې چې د قرآنِ كريم قاريان نشته يا لوستونكو ته آن لائن قرآنِ كريم لوستلو كښې آساني ده، د هغوئي د پاره فيضانِ آن لائن اِكيډمي هم موجوده ده. د فيضانِ آن لائن اِكيډمي 39 شاخونو كښې د پاكستان نه علاوه د نورو ډيرو مُلكونو تقريباً 17 هزار 209 طلبه و طالبات د قرآن كريم تعليم حاصلوي.

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په دې وخت كښې په مُلك او بيرونِ مُلك كښې د ماشومانو هلكانو او جينكو تقريباً 4201 (4 زره او 201) مدارِسُ المَدينه قائمې دي. په دې كښې تقريباً 1 لاك 96 زره 348 ماشومان هلكان او ماشومې جينكئ د حفظ و ناظره مُفت تعليم حاصلوي. تر اوسه پورې تقريباً 3 لاكـه 59 زره 569 ماشومانو هلكانو او جينكو د قرآنِ کريم حفظِ كولو او ناظره لوستلو سعادت حاصل كړے دے.

     راځئ چې نن مونږه هُم دا نِيَّت اوکړو چې مونږ به پخپله هُم صحيح قرآنِ كريم لوستل زده كوو او د خپل كور ټولو كسانو ته به هم صحيح قرآنِ كريم ښائيو.  اِنْ شَــآءالـلّٰـه. راځئ چې! د الله پاك په بارګاه كښې سوال اوکړو!

عطا ہو شوق مولیٰ مدرَسے میں آنے جانے کا                                      خدایا ذَوق دے قراٰن پڑھنے کا،پڑھانے کا

را كړې شوق مدرسے ته د تللو راتللو مولٰى         راكړې شوق د قرآن لوستلو او ښودلو مولٰى

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د 100 فقهاؤ سوالونو جوابونه

     شيخ عبدُالحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلي دي: حضرت مُفَرَّج شَيباني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه