Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

كول او د خلقو دُنياوي مسائل به ئې هم حل كول. غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فنون هم ښودل او د الله پاك معرفت به ئې هم ښودلو، غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به خلقو ته د قرآنِ كريم تعليم هُم ورکولو او د احاديثو درس به ئې هم وركولو، غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به خلقو ته علم هم ښودلو او د عمل پيغام به ئې هم وركولو، غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به خلقو ته تفسير هم ښودلو او د خلقو په زړونو کښې به ئې د الله پاك مَحبَّت هُم پيدا کولو، هغوئي به بيان هم كولو او د خلقو د زړونو وسوسے به ئې هم لرې كولې او د الله پاك رحمت ته به ئې هُم نِزدې كول، هغوئي به د نيكئ دعوت هم وركولو او د خلقو د زړونو دُنيا به ئې هُم بدلوله.

خدمتِ قرآنِ كريم او دعوتِ اسلامي

     اے عاشقانِ غوثِ اعظم! خلقو ته د تجويد و قراءت سره د قرآنِ کريم تعليم ورکول زمونږ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت مبارك يو بهترين وَصف وو.

       اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ ځلمو ته د قرآنِ كريم تعليم وركولو د پاره، د مسلمانانو د قرآنِ كريم سره تَعَلُّق مضبوطولو او فيضانِ قرآن عام كولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي په مختلف انداز كښې كوشش كوي. د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام په مُلك او بيرونِ مُلك كښې [بالغانو] اسلامي ورونړو او اسلامي خويندو ته د تجويد و مخارجو سره فِـىْ سَبِيْلِ الله د قرآنِ مجيد د ناظرے تعليم ورکولے كيږي، د دې د پاره مدرسة المَدينه بالغان او بالغات او ماشومانو هلكانو او ماشومو جينكو ته تعليم وركولو د پاره مدارِسُ المَدينه قائمې دي.

      په پاكستان كښې تقريباً 21 زره 7سوه 61 مدرسة المَدينه بالغان دي. او په دې كښې د لوستونكو شمير تقريباً 1لاك 11 زره 336 دے او په مُلك او بيرونِ مُلك