Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

هستئ په دربار كښې حاضريدلو له روان يو، د چا زړه چې د الله پاك له طرفه خبر وركوي، ګوره! د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار كښې محتاط اوسه چې د هغوئي د ديدار نه بركت حاصل کړو. چې كله مونږه د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شو نو پير سیِّد نجيبُ الدين عبدُالقاهِر سُهُروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض اوكړو: اے زما سرداره! دا زما وراره د علمِ كلام په شوق كښې ګرفتار دے او د دې فن  ډير كتابونه ئې زباني ياد كړي دي، زه ئې منع كووم خو نه مني. غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما طرف ته مُتَوَجِّه شو او اوئې فرمائيل: اے عمر! تا په علمِ كلام كښې كوم كوم كتابونه ياد كړي دي؟ ما عرض اوكړو: فُلانكي فُلانكي كتابونه. غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل لاس مبارك زما په سينه راښكلو، قَسَم په خُدائے! لاس ئې لا نه وو لرې كړے چې ما ته د هغه كتابونو يو ټكے هم ياد پاتې نه شو او د هغه كتابونو مطالب الله پاك زما نه هير كړل، خو الله پاك زما سينه د علمِ لدُني نه ډكه كړه، ما د غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوا نه علمِ اِلٰهي واخستلو او پاڅيدلم. غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته اوفرمائيل: په مُلكِ عراق كښې به ته د ټولو نه زيات شُهرت حاصلوے. پس حضرت شهابُ الحَقِّ وَالدِين عُمر سُهُروَردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د طريقت بادشاه دے او په ټول عالَم كښې يقيناً تَصَرُّف كوونكے دے.([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په شريعت باندې ئې عمل كول نافذ كړل

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک ډيره


 

 



[1]     بہجة الاسرار،فصول من کلامہ مرصعا...الخ،ص۷۰