Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ھغه يو آيت څلويښت تفسيرونه بيان كړل. او د هر تفسير سره به ئې د هغې د بيانوونكي نوم هم بيانولو. او عَلَّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د يوولسم تفسير نه پس د هر تفسير په جواب كښې ھم دا فرمائيل چې دا تفسير زما  په علم كښې نشته. ([1])

د اللّٰہ رحمت             غوثِ پاک                  باعث ِ برکت            غوثِ پاک

صاحبِ عزّت            غوثِ پاک                  بحرِ سخاوت             غوثِ پاک

دریائے کرامت         غوثِ پاک                  اوکړئ حمایت           غوثِ پاک

لرې کړئ آفَت          غوثِ پاک                  صاحِبِ شرافت          غوثِ پاک

* مرحبا یا غوثِ پاک * مرحبا یا غوثِ پاک * مرحبا یا غوثِ پاک

د علامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مقام او مرتبه

          خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! زمونږ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علمي شان چې هغوئي په يو وخت كښې د يو آيتِ مباركه څلويښت 40 تفسيرونه بيان كړل، او په هغې كښې 29 تفسيرونه د علامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په علم كښې هم نه وو، حالانكه علامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وخت لوئي عالِم او امام وو، هغوئي په علمِ قرآن، علمِ حديث، علمِ فقه، جُغرافيه، علمِ طِب، تاريخ، تفسير، علمِ نُجوم، حساب، لُغَت او نَحو وغيره علومو نه علاوه نورو ډيرو علومو او فُنُونو كښې هم ښكلي كتابونه ليكلي دي، د هغوئي د كتابونو شمير د 300 نه زيات ښودلے كيږي، په دې كښې بعضې كتابونه په څو څو جلدونو كښې دي او څه رسالے هم پکښې شاملي دي. ([2]) 


 

 



[1]   ( بہجۃ الاسرار،ذکر علمہ الخ،ص ۲۲۴ بتغیر)

[2]   مُقدمہ عیونُ الحکایات،حصہ ۱،ص۱۶ملتقطا و ملخصاً