Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

اويا دروازے پرې څنګه برسيره شوے؟ * د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مقام او مرتبه څومره اوچته ده؟ * سیِّد عبدُالقادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د مسائلو جواب وركولو نه مخكښې د الله پاك د بارګاه نه اجازت غوښتلو. او د دې نه علاوه به نور ډير فائده مند معلومات د اوريدلو سعادت حاصلوو. اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شرعي مسائلو كښې مهارت

           د حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صاحبزاده حضرت عبدُالرزّاق جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د عراق د علماؤ په خدمت كښې يوه مسئله راغله چې يو كس خپلې بي بي ته دا وئيلي دي چې زه به د الله پاك داسې عبادت كووم چې هغه وخت كښې هغه عبادت د زمکې په سر بل هيڅ څوك هُم نه كوي، كه ما داسې اونكړے شو نو زما ښځه دِ په ما په درې طلاقو طلاقه وي. اوس هغه سړے پريشانه دے چې [اوس څه اوکړي چې] د هغه بي بي هُم د طلاق نه بچ شي او د هغه قَسَم هم پوره شي. د عراق علماؤ چې دا مسئله واوريدله نو ټول حيران او پريشانه شو چې هغه به داسې كوم عبادت وي چې دا ئې يواځې اوکړي او په دې ټوله دُنيا كښې به څنګه پته لګي چې دا عبادت په دې وخت كښې په زمكه صرف دا [كس] كوي. د عراق علماؤ دا مسئله د شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې پيش كړه او تپوس ئې اوكړو چې هغه كس څه اوكړي او كوم داسې عبادت دے چې د هغه بي بي هُم د طلاق نه بچ شي او د هغه قَسَم هم مات نه شي؟ هغوئي فوراً د دې جواب وركړو او ارشاد ئې اوفرمائيل چې دا كس دِ مكے مكرمے ته لاړ شي او د طواف ځائے دِ خالي كړي او يواځې دِ د طواف ووه چكرې پورا كړي نو د هغه قَسم به هم پورا شي او بي بي به ئې هم