Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                              صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د طلاق نه بچ اوسئ!!

     د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمي مهارت په باره كښې چې مونږه كومه واقعه واوريدله نو د هغې نه مونږ ته د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمي شان و شوكت معلوميدلو سره سره دا سبق هم حاصل شو چې مونږ له کله په ټوقه كښې هُم د طلاق الفاظ وئيل نه دي پكار. حَتَّی الاِمکان د طلاق د کار نه ځان محفوظه ساتئ ځکه چې د الله پاك په بارګاه کښې په حلالو كارونو كښې د ټولو نه ناخوښه كار طلاق وركول دي او بےضرورته طلاق وركول ګناه ده. ([1]) او د درې طلاقو نه پس بيا بے نكاح يو ځائے اوسيدل په هيڅ شان جائز نه دي، كه چرته داسې صورتحال چا ته پيښ شي نو د خپل كور يا د قبيلے د مشرانو او بوډاګانو راجمع كولو په ذريعه د فيصلے كولو په ځائے دِ د اُمَّت د رهنماؤ يعنې د عاشقانِ رسول علمائے كرامو په خدمت كښې د دې مسئلے حل كولو د پاره حاضريږي، ځکه چې چرې داسې اونشي چې د علمِ دين نه لرلو او د جهالت په وجه حرام ته حلال او حلال ته حرام اُووائي. غور اوكړئ چې كه څوک بيمار وي مثلاً په غوږ ئې دړد وي نو هغه قصاب له نه ځي او نه يو عام ډاكټر له ځي بلكه د غوږونو ماهر ډاكټر له به ځي چې صحيح مُعائنه ئې اوشي، دغسې که يو ميډيكل ټيسټ كول وي نو ښه ليبارټري به ګوري ځكه چې مُعامَله د صحت ده، چې جوړ شي. [ځکه د علمي مسائلو د حل د پاره صرف مفُتيانِ دِين ته رُجوع کول پکار دي]

    راځئ چې! په دې باره کښې د قرآنِ كريم نه رهنمائي واخلو. چنانچه الله پاک په سيپاره 14 سورۀ نَحْل آيت نمبر43 كښې ارشاد فرمائي:


 

 



[1]     فتاوی امجدیہ ۲/۱۶۴