Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

علم هم وركړے وو، د حديث علم ئې هم وركړے وو، ظاهري علومو سره ئې باطِني علوم هم وركړي وو، علمِ لدُني ئې هم وركړے وو، علمِ لدُني هغه علم دے کوم چې بغير د يو دُنياوي اُستاذ نه صرف د الله پاك له طرفه عطا كړے شي.

د علمِ لدُني 70 دروازے بيرته كړې شوے

      غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته څنګه علمِ لدُني عطا شوے وو، راځئ چې د دې مُتَعَلِّق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو فرمان واورو، چنانچه! حضرت سَيِّدُنا شيخ بزّاز  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل ما ته اوفرمائيل چې الله پاك زما يعنې د غوثِ اعظم د پاره د علمِ لَدُني 70 دروازے بيرته كړي دي، هره دروازه د زمكې او آسمان د فراخئ نه هم زياته فراخه ده، د يوې دروازے فاصله د زمكې او آسمان د فراختيا نه هم زياته ده. ([1])

    سُبْحٰنَ اللّٰہ! الله پاك زمونږه غوثِ اعظم ته څومره ډىر علمِ لَدُني وركړے وو، راځئ چې په هُم دې باره کښې يو بل حكايت واورو، چنانچه

عُمر سُهُروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته علمِ لَدُني عطا كړے شو

     د سلسلۀ سُهُروَرديه سردار حضرت شهابُ الحَقِّ وَالدِّين عُمَر سُهُروَردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما د علمِ كلام ډير شوق لرلو، ما ته د دې فن ډير كتابونه په يادو زده وو او په دې فن كښې ښه ماهر ووم. زما تره حضرت نجيبُ الدين عبدُ القاهر سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ورځ ځان سره كړم او د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې د حاضريدلو په نيت د كور نه اووتلو. په لاره كښې راته تره اوفرمائيل: اے عمر! مونږه اوس د هغه


 

 



[1]   بہجة الاسرار،ذکرعلمہ وتسمية بعض شیوخہ رحمة اللہ تعالیٰ علیہ،ص۲۲۶