Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

حيرانيدل او د هغوئي ډير صفت به ئې کولو. ([1]) هغوئي ته به د دُنيا د ګوَټ ګوَټ نه فتوے [غوښتلو د پاره سوالونه] راتلل او د هغې جوابونه به ئې فوراً او بالكل صحيح وركول. ([2])

      علامه عبدُ الوَهَّاب شَعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې کله به د علمائے عراق په وړاندې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فتوے پيش کړے شوې نو هغوئي به د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په علمي قابليت سخت حيرانيدل او د هغوئي په ژبه به دا خبره جاري شوه چې هغه ذات پاك دے چا چې دوئي ته داسې علمي نِعمَت عطا كړے دے.([3])  

غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علم سمُندر وو

     پيرانِ پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف عالِم او مُفتـي نه وو بلكه د علم سمُندر وو، هغوئي صرف په علمِ فقه كښې نه بلكه په علمِ حديث، علمِ تفسير، علمِ نَحو او علمِ ادب وغيره علومو كښې هم مهارت لرلو. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په علمِ حديث كښې د مهارت اندازه د دې نه لګيدے شي چې كله هغوئي د علمِ حديث حاصلولو نه فارغه شو نو د هغوئي اُستاذانو په دې الفاظو كښې خپل تاثرات وركړل چې: اے عبدُ القادر! د حديثِ مباركو د الفاظو [مَتَن او] سَنَد خو تاسو ته مونږه دركړو، خو حقيقت دا دے چې د حديثو په معاني او مفهوم پوهيدل مونږه ستاسو نه زده كړل.([4])

     سُبْحٰنَ اللّٰہ  سُبْحٰنَ اللّٰہ!   الله پاک زمونږه غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ډير لوئي شان عظمَت او مرتبه ورکړي ده! * دا د غوثِ اعظم شان دے چې هغوئي د الفاظو علم خو د


 

 



[1]   سیرتِ غوث اعظم  ،عالم فقری،ص85

[2]   اخبارالاخیار فارسی ص17، تحفہ قادریہ ص86

[3]   طبقاتِ کبری، عربی ج1،ص127

[4]   حیات المعظم فی مناقب غوث اعظم ،ص ۴۶ بتغیر قلیل