Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

دې په ذريعه چې تاسو كله هم غواړئ د خپل موبائل په مدد هره ورځ د خپلو اعمالو مُحاسَبه كولے شئ. ورسره ورسره په دې اَيپ کښې د تيرو مياشتو د ”نيك اعمال“ د كاركردګئ كتلو سهولت هم موجود دے. دا هُم کتلے شئ چې په نيكو اعمالو كښې مو څومره بهتري راغلي ده. هُم نن په خپل موبائل كښې دا اَيپ (App) اِنسټال كړئ او په ”نيك اعمال“ د عمل کولو په ذريعه خپل آخرت بهتر كړئ.

   خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                                                                                                جنت میں  پڑوسی مجھے  تم  اپنا  بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د زُلفو او د سر د ويښتو وغيره سنتونه او آداب

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  راځئ چې د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رسالے ”163 مدنى پهول“ نه د زُلفو او د سر د ويښتو وغيره يو څو سنتونه او آداب واورو:

* د نَبِـىِّ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکې زُلفې به کله د نِصف (يعني د نيم) غوږ مُبارک پورې او * کله د غوږ مبارک د لَو [يعني د نرمې حِصّې] پورې او* بعضې وخت به دومره اوګږدې شوې چې څُوکي به ئې مبارکو اُوګو ته لګيدلي.[2] * حضرت عَلّامه مولانا مُفتی محمّد امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نارينه د پاره دا جائِز نه دي چې د


 

 



[1]    ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]    الشمائل المحمدية،ص۳۴،۳۵ ،۱۸