Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

مُعامَلاتو كښې احتياط كوو؟ آيا مونږه د عاشقانِ رسول مفتيانِ كرامو نه شرعي رهنمائي اخلو؟ آيا مونږه په خپلو كاروباري مُعامَلاتو کښې د دارُ الْاِفتاء نه د هغې د جائز او ناجائز کيدلو په باره کښې شرعي رهنمائي اخستي ده؟

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيك جوړيدلو او په شريعت د تللو يوه طريقه دا هم ده چې مونږه ټول د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شو او مَدَني مُذاكرو، او هفته وارو اجتماعاتو كښې د شروع نه تر آخره پورې د شريك كيدلو كوشش اوكړو، په قافِلو كښې سفر اوكړو، په نيكو اعمالو عمل اوكړو، په درس و بيان كښې شريك شو او د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شو او 12 دِيني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړو او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شو. او د خپل قبر و آخرت ښائسته كولو كوشش اوكړو.    

دولسو ديني كارونو كښې يو دِيني كار ”نيك اعمال“

   اے عاشقانِ رسول! د ذيلي حلقے دولسو ديني كارونو كښې يو دِيني كار ”نيك اعمال“ دي، لِـهذا د دې مطابق هره ورځ د خپلو اعمالو مُحاسَبه كوئ او د هرې مياشتې په يکم تاريخ د خپلې علاقے ذِمه دار ته د نيكو اعمالو رساله جمع كوئ.

     ياد ساتئ! په ”نيكو اعمالو“ پخپله هُم عمل كوئ او نورو عاشقانِ رسول ته هُم د نيكو اعمالو رسالے تقسيموئ او بيا د مياشتې په آخره كښې ئې د هغوئي نه وصولوئ هم. دولسو دِيني كارونو كښې يو دِيني كار د ”نيك اعمالتفصيلى معلومات حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله نيك اعمال مطالعه كړئ. ټول ذمه داران دِ د دې رسالے لازمي مطالعه اوكړي. دا رساله د مكتبةُ المَدينه نه طلب کړئ او د دعوتِ اسلامي په ويب سائټ www.dawateislami.net باندې ئې هُم لوستلے او ډاؤنلوډ کولے شئ.