Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

بيا به هغه كفن په داسې ځائے كښې زوړند كړے شو چې په هغه ځائے به ئې هر وخت نظر پريوتلو او مرګ به ورته ياديدلو. اے د مسلمانانو بادشاه! زمونږ بادشاه به داسې مرګ يادولو. د رومي قاصدانو دا خبره ئې چې واوريدله نو حضرت سَيِّدُنا عُمر بِن عَبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اوګورئ! كوم خلق چې د الله پاك د مُلاقات اُميد نه ساتي، هغوئي هُم مرګ داسې يادوي؟ هغوئي هُم د مرګ څومره فِكر لري؟ د دې واقعے نه پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات بيمار شو او هم په هغه بيمارئ كښې وفات شولو.[1]

هر وخت خپل مرګ ياد ساتئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مرګ يو وخت مقرر دے او د دې نه تيښته ناممكنه ده، دا يو داسې حقيقت دے چې الله پاك حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام كله زمكې ته راكوز كړو نو هغه وخت ئې ورته اوفرمائيل:

وَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّ مَتَاعٌ اِلٰى حِیْنٍ (۳۶) (پ۱،البقرة:۳۶)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او تاسو له د يو وخته پورې په زمكه اوسيدل او ګټه اخستل دي.

     او مرګ داسې يقيني دے چې الله پاك په قرآنِ كريم كښې دا په لفظِ يقين سره بيان كړے دے.

وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠(۹۹)  (پ۱۴،الحجر:۹۹)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د مرګ د ساعته پورې د خپل رب په عبادت كښې اوسه.


 

 



[1]    عیون الحکایات،الحکایة التاسعة والتسعون بعد الاربعة،ص۴۲۷