Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

كښې ډوب پراته يو او مرګ را نه هير دے.

مُسَلسَل موت نزدیک آرہی ہے ،ہائے! بربادی                                             کرم! مولیٰ! گناہوں کا مَرَض بڑھتا ہی جاتا ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مرګ ياد ساتئ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! *  مرګ ياد ساتئ ځکه چې خپل مرګ ياد ساتل خوندونه ختموي  او *   الله پاک ته نزدے كول کوي او *  زړونو نه د غفلت پرده اوچتوي *  د مرګ ياد د مرګ نه مخكښې د مرګ د تيارئ ذريعه * د حق په لاره بوتللو والا * په دُنياوي مُصيبتونو باندې صبر آسانولو والا * د دُنيا د دولت نه بے رغبتي پيدا كولو والا * په نيكو كښې زياتوالے كولو والا * د ګناهونو نه منع كولو والا او د توبه كولو او د رب د قُرب خواهش پيدا كولو والا څيز دے.

د مرګ ياد ساتلو فضائل او فائدے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! هر وخت د مرګ ياد ساتلو ډيرې فائدے او فضائل دي: * څوك چې په شپه ورځ كښې 20 ځله مرګ يادوي  هغه به د شهيدانو سره اوچتولے كيږي *  مرګ زيات يادوئ چې دا ګناهونه ختموي او د دُنيا نه بے رغبته کول كوي *  مرګ زيات يادولو والا او د دې زياته تياري كوونكي عقلمند دي[1]  *  څوك چې د مرګ په ياد يريږي قبر به د هغه د پاره د جنت باغ جوړيږي[2] *  د مرګ ياد اميدونه كموي *  د مرګ ياد دُنياوي مصيبتونه سپكوي او آسانوي


 

 



[1]       احیاء العلوم،۵/۴٧٧تا٤٧٨ ،مترجم، مکتبۃ المدینہ

[2]       جمع الجوامع، ۲/۱۴،حدیث:۳۵۱۶