Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

بِغَیرِہٖ “ يعنې نيك بخته دے هغه كس څوک چې د نورو نه نصيحت حاصل کړي.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مرګ ياد ساتلو د پاره د خپل مرګ تصور کوئ چې آه! يوه ورځ به د مرګ فرښته راشي او زما د يو يو رګ نه به ساه اُوباسي او ورسره ورسره د بُزُرګانِ دين د مرګ يادولو واقعات لوستل هم ډير فائده مند دي، دغه شان د اَمِيرِ اهلسنت، بانئ دعوتِ اسلامي  رسالے ”د قبر وړمبئ شپه“، ”ويران محل“، ”د مړي غمونه“ يعني ”مردے كے صدمے“، ”د مړي بے وسي“، ”د قبر امتحان“وغيره لوستلو سره هم بنده ته مرګ ياديږي او د دې رسالو آډيو بيانونه د مولانا محمد الياس قادري د ايپ (Maulana Muhammad Ilyas Qadri App) نه هم اوريدلے شئ.  د دې نه علاوه مقبرے ته حاضريدلو، مړي ته غُسل وركولو، او كفن دفن كولو کښې حِصَّه اخستلو سره هم مرګ ياديږي، دغسې هغه خپل خپلوان رايادولو سره چې د دُنيا نه تلي دي هُم د خپل مرګ د تيارئ ذِهن جوړيږي.

د اوس نه تياري اوكړئ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعي عقلمند هُم هغه دے څوك چې د مرګ نه مخكښې د خپل مرګ تيارے اوكړي، د نيكو ذخيره جمع كړي، د سُنَّتو مدني شمع قبر ته ځان سره يوسي، او د خپل قبر د پاره د رنړا انتظام اوكړي، ګنې قبر هيڅ كله دا لحاظ نه كوي چې په ما کښې څوک خخ شو!  که مالدار وي كه غريب، که وزير وي او که مُشير، که حاكم وي او که محكوم، که افسر وي او که نوكر، که مَلَك وي او که خان، که ډاكټر وي او که مريض، که ټيکدار وي او که مزدُور يا هر څوک وي خو د


 

 



[1]       اتحاف السادة المتقین،کتاب ذ کر الموت وما بعدہ،الباب الاول فی ذکر الموت... ۱۴/۳۲