Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

رسول د پاره د مولانا الياس قادري په نوم يو ايپ (Application) جوړ كړے دے.

     په دې ايپ (Application) کښې د اَمِيرِ اهلسنت مدني مُذاكرے، آډيو، ويډيو بيانونه، مدني ګلونه، منقبت، دُعاګانې او د دې نه علاوه ډير اهم معلومات موجود دي. نن په خپل موبائل كښې دا ايپ انسټال كړئ او د دې نه ډيره فائده حاصله كړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                            جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                               صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تيل لګولو او ګمنز كولو سنتونه او آداب

     راځئ چې د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رسالے ”163 مدنى پهول“ نه د تيل لګولو او ګمنز كولو سنتونه او آداب واورو:  )١( حضرتِ سَيِّدُنا اَنَس رَضِىَ اللّٰه تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل مبارک سر اکثر تيل لګول او ګيره مبارکه به ئې