Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

چا سره چې د نيكو ذخيره كمه وي او په دُنيا كښې ئې په لـمونځونو او روژو، حج او زکوٰة کښې کوتاهي کړي وي، د مور و پلار نافرماني ئې کړي وي، په ځان ئې شرعي پرده نه وي نافِذ کړې، د دروغو وئيلو، غِيبت او چُغلي عادت ئې وو، فلمونه او ډرامے او نور د ګناهونو څيزونه ئې کتلي وو الغرض د ګناهونو نه ئې ځان نه وو ساتلے، الله پاك او رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې ناراضه كړي وي نو د افسوس او پښيمانتيا نه سِوا به هيڅ هُم په لاس ورنشي. خو د دې برخلاف كه د الله پاك راضي كولو والا كارونو كښې مشغوله اوسيدلے وي، په پابندئ سره ئې لمُونځونه ادا كړي وي، نفلونه ئې کړي وي د رَمَضانُ المَبارك روژے ئې نيولي وي، نفلي روژے ئې نيولي وي زكوٰة ئې وركړے وي، که حج پرې فرض وو نو حج ئې هم ادا كړے وي، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سنتو ئې عمل هم كړے وي، د نيكئ دعوت عام كولو د پاره ئې په مدني قافلو كښې سفر هم كړے وي، كور په كور ئې د دِينِ اسلام دعوت عام كړے وي، د نيکو اعمالو رساله ئې هم ډكه كړي وي او د هرې مياشتې په يکم تاريخ ئې خپل ذمه دار ته جمع كړي وي، او د الله پاک په فضل و کرم د دُنيا نه د اِيمان په حالت كښې رخصت شوے وي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه په قبر کښې به ئې تر قيامته پورې رحمتونه راوريږي او په نُورِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ئې قبر روښانه وي.

قَبْرمیں لہرائیں گے تاحشر چشمے نور کے                                      جلوہ فرما ہو گی جب طَلْعَت رسولُ اللّٰہ  کی [1]

د مرګ هيرولو غټه وجه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مرګ په ياد كښې د ركاوټ د ټولو نه غټه وجه اوګږده اُميدونه دي چې مونږ پکښې شيطان اخته كړي يُو. مونږه نوې نوې منصوبے


 

 



[1]          حدائق بخشش،ص۱۵۲