Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

كښې هم پکښې د خاورې رنګ ښكاره شي،  د هر هر رګ نه ساه ويستلے کيږي چي د هغې په وجه په بدن کښي دننه او بهر هر ځائے تکليف خور شي د سترګو ګاټي په بره لاړ شي، شونډٰې ئې وچي شي، ژبه ئې راټوله شي، او ګوتې ئې شنې شي، نو د كوم بدن د هر هر رګ نه چې روح اوويستلے شي، د هغې د حال تپوس مه كوه ځكه چې كه د بدن يو رګ هم راښکلے شي نو ډير زيات تكليف محسوسيږي. نو بيا لږ غور اوكړئ چې د بدن د ټولو رګونو نه پوره رُوح ويستلے كيږي نو په بنده به څومره تكليف تيريږي؟ بيا په قلاره قلاره د بدن په هره حصه مرګ راخور شي، اوَّل ښپې يخې شي، بيا پنډئ، بيا ورنونه يخ شي او دغسې د بدن هره هره حصه د سختئ د پاسه نورې سختئ او د تكليف د پاسه نور تكليف سره مخامخ كيږي، تر دې چې د بنده روح د حلق پورې راښکلے شي، هم دا هغه وخت وي چې د مړ كيدونكي كس اُميدونه د دُنيا او دُنيا والؤ نه ختم شي او بيا پرې د څلورو واړو طرفو نه حسرت [يعني ارمانونه] او پښيمانتيا راخوره شي.[1]

د رُوح درد ناكې خبرې

      منقول دي چې كله رُوح د بدن نه جُدا شي او په هغه ووه 7 ورځې تيري شي نو د الله پاك په بارګاه كښې عرض كوي: اے رَبـه زما! ما ته اجازت راكړه چې زه د خپل جسم حال معلوم كړم، نو هغه [روح] ته اجازت وركړے شي. بيا هغه خپل قبر طرف ته راشي، هغه د لرې نه خپل بدن ته ګوري چې هغه بدل شوے دے او د هغه د پوزې، خُلې، سترګو او غوږونو نه اوبه روانې دي. هغه [روح] خپل بدن ته وائي: د بےمثاله


 

 



[1]       احیاءالعلوم،۵/۵۱۱تا۵۱۲،مترجم  ملتقطاً