Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

ښائست و جمال نه پس اوس ته په دې حال کښې ئې! دا اُووائي او بيرته لاړ شي. بيا ووه ورځې پس بيا اجازت واخلي او دويم ځل قبر ته راشي او د لرې نه ګوري چې د مړي د خُلې اوبه د وِينو په نَو کښې، د سترګو اوبه خالص نَو او د پوزې اوبه وينه جوړه شوي ده. نو خپل بدن ته وائي: اوس ته دې حال ته را رسيدلے ئې! دا اُووائي او بيرته لاړ شي. بيا ووه ورځې پس بيا اجازت واخلي او قبر ته راشي او هُم هغسې د لرې نه ګوري نو د بدن حال ئې دا وي چې د سترګو ګاټـي ئې په مخ باندې رازوړند شوي وي، نَو په چينجو كښې بدل شوے وي او چينجي ئې په خُله ور داخليږي او په پوزه ترينه اوځي. نو دغه وخت هغه بدن ته وائي: ته په مينه او نازولوتوب کښې د اوسيدلو نه پس اوس دې حال ته را رسيدلے ئې.[1] 

د مرګ د تَصَوُّر طريقه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږد دُنياوي او اُخروي ژوند تر مينځه د مرګ کنډؤ رُکاوټ دے، په كومه ورځ چې مونږ په دې کنډؤ واوړو نو بيا به كله هُم بيرته نه راځُو. ځکه دا خطرناک کنډؤ ياد ساتئ چې په دې به هر کس اوړي، د دې نه مه غافله كيږئ، بانيِ دعوتِ اسلامي  اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپلے رسالے ويران محل په صفحه 18 کښې ليكي:

     كامياب او عقلمند هغه دے څوک چې د بل مرګ اوويني او خپل مرګ ياد كړي او د قبر و آخرت تياري اوكړي. څنګه چې د بُزُرګانِ دين مقوله ده: ” اَلسَّعِیدُ مَنْ وُعِظَ


 

 



[1]        روض الفائق، ص۲۸۳