Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

د پيروئ نه ئې محرومه كوي * د مرګ د ياد نه غافله كيدل انسان د ښه او بد د تميز نه بے پروا كوي او د انسان په نظر كښې د غلط او صحىح فرق ختموي * د مرګ د ياد نه غافله كيدل انسان د فرض لمُونځونو ادا كولو نه محرومه كوي * د مرګ د ياد نه غافله كيدل انسان په سُنتو د عمل كولو نه منع كوي او حقيقي مقصد ترينه هيروي. لِهٰذا هر وخت خپل مرګ ياد ساتئ او د دې د تيارئ كوشش كوئ،  كه مونږه مرګ ياد ساتو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د هر قِسمه هلاكت نه به بچ اوسيږو او په سُنَّتو باندې د عمل كولو سعادت به هُم رانصيب كيږي، او د ګناهونو نه به هم په حفاظت کښې اوسو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مسلسل د ګناهونو نه توبه كوئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * د دې نه مخكښې چې د مرګ فرښته راشي او مونږه د ځنكدن په دردناكو سختو او د رُوح وتلو په تكليف كښې اخته شو، دې نه مخكښې مونږ ته د خپلو ګناهونو نه توبه کول پکار دي * د دې نه مخكښې چې د مرګ وخت راشي او د توبے دروازه بنده شي او بيا سخت ارمان کوو، مونږ له پکار دي چې د الله پاك په بارګاه كښې په رښتيني توبه اوکړو. د انسان نه ګناه كيږي، خو په ګناه اصرار كول او توبه نه كول ډيره لويه بے وقوفي ده، د مومن بنده شان دا دے چې كه د هغه نه څه ګناه اوشي نو فوراً توبه اوکړي، که بيا ترينه ګناه اوشي نو بيا توبه اوکړي، که بيا ترينه ګناه اوشي نو بيا توبه اوکړي، الغرض! بيا بيا توبه كول د اِيمان د تقاضو نه يوه تقاضه ده.

     الله پاك په قرآنِ كريم كښې ډيرو ځائيونو كښې د توبه كولو او د خپلو ګناهونو د مُعافـئ غوښتلو حكم فرمائيلے دے او څوک چې د الله پاك په بارګاه كښې رښتيني