Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

*  د مرګ ياد انسان د ناشكرئ، تكبر او دُنياوي خوندونو نه منع كوي.

زمونږ اسلاف او د مرګ تَصَوُّر

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كه مونږه غواړو چې د مرګ ياد هر وخت زمونږ په زړونو كښې موجود اوسي او مونږه د مرګ په تيارئ کښي مشغول اوسو او د دې نه علاوه د نورو ګناهونو نه هم بچ اوسو نو د دې يوه طريقه د بُزُرګانِ دِين د مرګ ياد ساتلو مُتَعَلِّق واقعات لوستل هُم دي. ځكه چې زمونږ بُزُرګانِ دين به هر وخت مرګ او قبر و آخرت په نظر کښي ساتل. هم دا وجه ده چې هغوئي به د ګناهونو نه لرې او په نيكو قائم اوسيدل او د دُنيا عارضي خوندونو كښې د مصروفه كيدلو  په ځائے به ئې هر وخت د الله د ويرې ژړل. څنګه چې

د غوئي په شان چغې وهل

     د حضرت سَيِّدُنا يزيد رَقاشي په باره كښې منقول دي چې هغوئي به مرګ ډير زيات يادولو. چې كله به ئې قبرونه اوليدل  نو د قبر د تيَرے او د هغې د تنهائي د ويرې  وغيره به داسې بےقراره شولو چې د خُلې نه به ئې د غوئي په شان آوازونه وَتل. [1]

    اے عاشِقانِ رسول! اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  هغه خلقو ته چې په غفلت كښې شپې او ورځې تيروي او په خپل صحت او ښائست باندې فخر کوي هغوئي ته په ډير ښكلي انداز كښې نصيحت فرمائي:

موت آئی پہلواں بھی چل دیئے                                                   خوبصورت نوجواں بھی چل دیئے


 

 



[1]        احیاء علوم الدین ، کتاب ذکر الموت وما بعدہ ، الباب السادس فی اقاویل العارفین ... الخ، ۴/ ۵۸۹