Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

توبه كوي، الله پاك د هغوئي نه خوشحاليږي او په هغوئي خپل خاص فضل و كرم هم كوي. په شپږمه سيپاره سورةُ المَائده آيت نمبر 39 كښې ارشاد دے:

فَمَنْ تَابَ مِنْۢ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ(۳۹) (پ۶،المائدہ:۳۹)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: نو څوك چې د خپل ظُلم نه پس توبه اوكړي او خپله اصلاح اوكړي نو الله به په خپله مهربانئ سره په هغه رجوع فرمائي، بيشكه الله بخښونكے مهربانه دے.

     په تفسير ”صِراطُ الْجِنان“ كښې د دې آيت مباركه نه لاندې ليك دي چې توبه  ډير ښه څيز دے، که هر څومره غټه ګناه وي، چې د هغې نه توبه اوكړے شي نو الله پاك خپل حق مُعاف كوي او توبه كوونكي ته د آخرت د عذاب نه خلاصے وركوي.[1]

بڑی کوششیں کی گُنہ چھوڑنے کی                                               رہے آہ! ناکام ہَم یا اِلٰہى!

مجھے سچی تَوبہ کی تَوفیق دیدے                                     پئے تاجدارِ حرم یا اِلٰہی! [2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولس مدني كارونو كښې يو مدني كار ”مدني مذاكره“

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول كښې ګناهونو نه د بچ كيدلو، د نيكئ کارونه کولو او په شريعت باندې د عمل كولو ترغيب وركولے كىږي، مونږ ته هُم پکار دي چې د توبه کولو ذهن جوړولو او په توبه باندې استقامت حاصلول د پاره د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتُو. د ذِيلي


 

 



[1]     صراط الجنان،۲/ ۴۳۰

[2]        وسائل ِبخشش (مُرمّمص114