Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

      او زمونږ د رب شانِ کريمي دا دے چې هره ورځ مونږه په خواږه خوب اوده كوي او بيا مو د خوب نه رابيدار کړي او [دغسې د اُوده کولو په ذريعه] مرګ را يادوي. الله پاك په سيپاره 24 سورۀ زُمَر آيت نمبر 42 كښې ارشاد فرمائي:

اَللّٰهُ یَتَوَفَّى الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَ الَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَاۚ-فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰى عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَ یُرْسِلُ الْاُخْرٰۤى اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّىؕ-اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ(۴۲)  (پ٢۴،الزمر:٤٢)                                                                                        

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : الله ژوندو ته وفات وركوي د هغوئي د مرګ په وخت او څوك چې نه مري هغوئي ته د هغوئي په خوب كښې، بيا په چا چې د مرګ حكم اوفرمائي هغه حصار کړي او بل يو مقرر ميعاد ته پريږدي بيشكه په دې كښې ضرور نښې دي د فکر کوونکو د پاره.

        د مرګ نه تيښته ممكنه نه ده ځکه چې مرګ راتلل يقيني دي، هيڅ څوك د دې نه بچ كيدے نه شي. الله پاك په سيپاره 28 سورۀ جُمُعه آيت نمبر 8 كښې ارشاد فرمائي:

قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ  (پ28،الجمعة:8)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : ته اوفرمايه هغه مرګ د كوم نه چې تاسو تښتئ هغه خو به ضرور تاسو سره مخامخ کيږي.

      او په سيپاره 5 سورۀ نسآء آيت نمبر 78 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَ لَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍؕ-  (پ5،النساء:78)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : تاسو چې په هر ځائے کښي ئې مرګ به در اورسي اګر که تاسو په مضبوطو قلعه ګانو كښې ئې.

       اَميرِ اهلسنت، بانـيِ دعوتِ اسلامي حضرت عَلَّامه مولانا محمد اِلياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ اِرشاد فرمائي: اے عاشقانِ رسُول! او زما خوږو خوږو