Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

اسلامى ورونړو! يقيناً څوك چې د مرګ او د هغې نه پس كيدونكو مُعامَلاتو نه په صحيح معنو كښې خبر وي هغه د دُنيا په رنګينو او د دې په سهولتونو نه شي دوكه كيدلے. آيا تاسو كله داسې څوك ليدلے دے چې هغه د مړي په قبر كښې د ايښودو د پاره فرنيچر تيار كړے وي، يا ئې په قبر كښې ائير كنډيشنر لګولے وي، يا ئې د قبر د پاره د روپو ګَله جوړه كړي وي، يا ئې د قبر د پاره په لوبو كښې د ګټلو كپونو او د دُنياوي كاميابو د سَنَدُونو ايښودلو د پاره المَارئ جوړه كړي وي؟ داسې كس به تاسو بالكل نه وي ليدلے او داسې كول شرعاً جائِز هم نه دي، نو چې هر څه رانه دلته پاتې كيدونكي دي نو زمونږه په دې ډِګرو څه؟ د كوم مال و دولت د پاره چې مونږه ټول عُمر محنت او مشقت كوو هغه به زمونږه څه مدد اوكړي؟ په كوم مَنصَب چې فخر كوو هغه به په قبر كښې زمونږ څه پكار راشي؟ خوږو اسلامى ورونړو! اوس هم وخت دے، د غفلت نه رابيدار شئ او د قبر او آخِرت تياري اوكړئ.[1]  

      په سيپاره 22 سورۀ فاطر آيت نمبر 5 كښې ارشاد دے:

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاٙ-وَ لَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ(۵) (پ22،فاطر:5)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے خلقو! بيشكه د الله وعده رښتيني ده نو هيڅ كله دِ تاسو ته دوكه درنكړي د دُنيا ژوند او هيڅ كله دِ تاسو ته د الله په حِلم باندې دوكه درنكړي هغه غټ دوكه باز (شيطان).

      په تفسير صراطُ الجِنان كښې د دې آيت لاندې دا خلاصه بيان شوي ده:  الله پاك په دې آيت كښې نصيحت كوي، ارشاد فرمائي: اے خلقو! بيشكه د الله وعده رښتيني


 

 



[1]    قبر کی پہلی رات،ص ۱۸