Book Name:Taqat e Mustafa

كښې د طاقتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښې د شُجاعتِ مصطفٰى بيان دے ، * يو ځائے كښې د نګاهِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې دي نو بل ځائے كښې د عطائے مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے ، * يو ځائے كښې د مُعجزاتِ مصطفٰى بيان دے نو بل ځائے كښې د اخلاقِ مُصطَفىٰ بيان دے ، * يو ځائے كښې د اختياراتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښې د نوازشاتِ مُصطَفىٰ بيان  دے ، * يو ځائے كښې د هجرتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښې د استقبالِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے * يو ځائے كښې د خاندانِ مصطفٰى بيان دے نو بل ځائے كښې د والدينِ مُصطَفىٰ د عَظَمتونو بيان دے ، لكه يوه يوه ذره چې د ميلادِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بركتونو نه خپله خپله حصه حاصلوي. په هُم دې مناسبَت به نن مونږه اِنْ شَــآءالـلّٰـه د سرورِ دوعالَم فخرِ كائنات صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جسماني طاقت په باره كښې اورو. او په آخره کښي به د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والِد مُحترم حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په باره کښي هُم يو څو ښکلي خبرې د اوريدلو سعادت حاصلوو. الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره د اوريدلو سعادت را نصيب كيږي. راځئ چې د ټولو نه مخكښې په هُم دې باره كښې يوه واقعه اورو : چنانچه

نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د عرب مشهور پهلوان

    د مَكَّے مُكَرَّمے په خوا و شا علاقه كښې رُكانه نومې يو پهلوان اوسيدلو. د هغه نسبي تعلق د بَنُو هاشِم سره وو ، هغه ډير طاقتور ، زورور ، رُعب دار او دبدبے والا كس وو. د كوهِ اضم په لمَن كښې يوه شنه علاقه وه هلته به ئې چيلئ څرولې. په هغه علاقه كښې به چا قدم نه شو ايښودلے. خلقو به د هغه مخې ته ورتللو نه ډډه كوله. د مشركينو او دُښمنانِ اسلام د پروپيګنډے په وجه هغه د نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه