Book Name:Taqat e Mustafa

سخت نفرت كولو. د هغه دُښمني دې حد ته رسيدلي وه چې مَعَاذَ الله هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهيد كولو په كوشش كښې وو. يوه ورځ سردارِ دوجهان صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خطرے هيڅ پرواه اونكړله او بے يَرې ئې د رُكانه علاقے ته د دِينِ اسلام د دعوت د پاره يواځې تشريف يوړلو. رُكانه هم هلته راغے ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې چې اوليدلو نو د غُصَّے نه تاو شو او د تكَبُّر په نشه كښې بدمسته شو او اوئے وئيل : یَامُـحَمّدُ!اَنْـتَ الَّذِیْ تَـشْتِمُ اٰلِـھَـتَنَا يعني اے محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) هغه تاسو ئې چې زمونږه معبودانو ته بد وائے؟ د دې نه پس هغه نورې ترخے خبرې اوكړې او اوئے وئيل : اے محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) تاسو زمونږه معبودانو ته سپك او كمزوري وائے او د خپل خدائے لوئي بيانوئ. كه زما تاسو سره خانداني خپلوي نه وے نو نن به ما ستاسو كار ختم كړے وے ، خو [بيا به هُم] زه تاسو بغير د مُقابَلے نه نه پريږدم.

     د دې نه پس رُكانه نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د كُشتئ كولو دعوت وركړو او اوئے وئيل : زه به خپلو خدايانو نه مدد غواړم او تاسو خپل خدائے نه مدد غواړئ. كه تاسو زه څملولم نو زه به تاسو ته لس چيلئ دركړم. نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه چيلنج قبول كړو او هغه سره كُشتي كولو ته تيار شو. خوږ نبــي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رُكانه په لاسونو كښې لاسونه وركړل او د هغه پنجه ئې تاو كړه. رُكانه حيران شو او د درد نه بيقراره شو. بيا نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه له دِيكه وركړه نو هغه د اوچې پانړې په شان په زمكه پريوتو. رُكانه په خپل طاقت ډير تَكَبُّر كولو ، هغه دا سوچ هم نه وو كړے چې صادق و اَمين صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ما ته په يو ساعت كښې شكست راكړي. څه چې اوشو د هغه د توقع خلاف وو. خو رُكانه دا اتفاق اوګنړلو او شكست ئې اُو نه منلو. چې هوش ئې په ځائے شو نو بيا ئې د كُشتئ د پاره درخواست اوكړو. رسولِ پاك صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه درخواست منظور كړو خو د دې ځل نتيجه هُم د