Book Name:Taqat e Mustafa

بادشاه او مالِك كيدو باوجود ئې هُم په خيټه مباركه باندې كانړي تړلي وو.

     دا خبره هُم د غور قابله ده چې خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو غُلامانو سره په شريكه كار كولو ، حالانكه كه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوښتلے نو صرف نګراني به ئې كولے او د خَندَق كنستلو ټول كار به صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان كولے ، په دې مبارك عمل كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عاجزئ او اِنكِسارئ كولو اظهار هم دے ، صحابۀ كرامو سره مَحبَّت هم دے او د اُمَّت د پاره پكښې تعليم هُم دے.

      په دې خبره هم غور اوكړئ چې يو ګټ چې ډيرو صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په شريكه نه شو ماتولے آقا كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې باوجود چې د ډيرو ورځو فاقه [يعنی لوږه] ئې وه ، څه ئې نه وو خوړلي. په خيټه مباركه ئې كانړي تړلي وو خو بيا هم چې كله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خپلو لاسو مباركو صرف يو پَلْك اووهلو نو پوره ګټ د شګې په شان ريزه ريزه شو. د دې نه معلومه شوه چې مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هيڅ كله ھم زمونږ په شان نه دے. نه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان څوك شته او نه كيدے شي.

دولسو مدني كارونو كښې يو مدني كار “ جُمات درس “

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن په دې دور كښې د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي د عشقِ رسول او محبتِ رسول جذبه وركوي. تاسو هم دې  ماحول كښې شامل شئ او د ذِيلي حلقے دولسو مدني كارونو كښې خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مدني كارونو د پاره هره ورځ كم از كم د دوه ګينټو وركولو ترغيب فرمائيلے دے ، يقيناً څوك چې