Book Name:Taqat e Mustafa

قافلو كښې د سفر كولو او نور خلق هُم ځان سره قافلو كښې د بوتللو په ذريعه جماتونه آباد ساتي. فرمان مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : څوك چې جمات سره مينه ساتي ، الله تعالٰى هغه سره محبت كوي. (مُعْجَمُ اَ وْسَط ، ۴ / ۴۰۰ ، حدیث : ۶۳۸۳)

     حضرتِ عَلَّامه عبدُ الرَّءُوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې ليكي : جمات سره مينه ، د الله د رضا د پاره په هغې كښې اعتكاف كول ، لمُونځ ، ذِكرُ الله او [په هغې كښې] شرعي مسائل زده كول او نورو ته زده كولو د پاره د كښيناستلو عادت جوړول دي. او د الله پاك د هغه بنده سره محبت كول داسې دي چې الله پاك هغه ته د خپل رحمت په سَوري كښې ځائے وركوي او هغه په خپل حفاظت كښې داخلوي.  (فیض القدیر ،  ۶ / ۱۱۲ ، تحت الحدیث : ۸۵۲۴)

        خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د عِمامے شريفې مَدَني ګلونه

     شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم * عمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ  د عمامے نه بغير د اويا (٧٠) رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دې. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج2 ص265 حديث3233)   * په ټوپئ باندې عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ کښ فرق دے ، هر لړ چې مسلمان ئې د خپل سر نه تاوهي په هغې به د قيامت په ورځ يو نُور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص353