Book Name:Taqat e Mustafa

نه لرلو. راځئ چې د دې په باره كښې دوه واقعات واورو :

يزيد بن رُكانه سره مقابله

     (1) د بيان په شروع كښې مونږه د رُكانه پهلوان واقعه اوريدلي وه. د هغه يو ځوئ چې نوم ئې يزيد وو هغه هم غټ پهلوان وو. يو ځل هغه درې سوه چيلو سره په بارګاه نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې حاضر شو او اوئے وئيل اے محمد! (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) تاسو زما سره كُشتي اوكړئ. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : كه ما ته را اوپرځولې نو ته به ما ته څو چيلئ په انعام كښې راكړې؟ هغه اووئيل چې زه به تاسو ته سل چيلئ دركړم. حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تيار شو او هغه ته ئې چې څنګه لاس وركړو نو سمدستي ئې زمكې ته راويشتو او هغه حىرانئ سره خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته اوكتل او د وعدے مطابق ئې سل چيلئ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وركړې. خو په دويم ځل ئې بيا د كُشتئ كولو چيلنج وركړو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دويم ځل هُم د هغه شا په زمكه اولګوله. هغه بيا سل چيلئ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وركړې. بيا ئې په دريم ځل حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د كُشتئ چيلنج اوكړو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه چيلنج قبول كړو او داسې په زوره ئې زمكې ته راويشتلو چې هغه په زمكه ورا برا پريوتو. هغه باقي سل چيلئ هم د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې پيش كړې. خو اوئے وئيل چې اے محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ! ټول عرب ګواه دے چې د نن ورځې پورې يو پهلوان هُم په ما نه دے غالب شوے ، خو تاسو چې څنګه درې ځله په كُشتئ كښې څملولم په دې باندې زما زړه اومنله چې يقيناً تاسو د خدائے نبـي ئې ، بيا ئې فوراً كلمه اولوستله او مسلمان شو ، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه په مسلمان كيدلو ډير زيات خوشحاله شو او هغه ته ئې هغه درې سوه چيلئ بيرته وركړې.

 (زرقانی علی المواہب ، الفصل الثانی فیما اکرمہ الله ...الخ ، ۶ / ۱۰۳)