Book Name:Taqat e Mustafa

عذابِ قبر كښې ګرفتار وو ځكه د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته كلِمه اووئيله او مسلمانان ئې كړل چې د عذاب نه خلاص شي. نو داسې بالكل نه وه بلكه هغوئي دواړه په توحِيد باندې قائِم وو او په ژوند كښې كله هم هغوئي بُت پرستي نه وه كړي. د الـلّٰـه تَعَالٰى  خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي په خپل اُمّت كښې د شامِلَوَلو د پاره بيا راژوندي كړي وو او كلِمه ئې پرې وئيلي وه.

مجھ کو اب کلمہ پڑھا جا  مِرے مدنی  آقا                                                                    تیرا  مجرِم  شہا  دُنیا  سے  چلا  جاتا  ہے

ا و س  را ته  اووايه   كلمه   زما  مَدَني  آقا

ستا دا مُجرِم اوس د دُنيا نه په سفر روان دے

د يونُس عَلَيهِ السَّلَام مهے به جَنَّت ته ځي

    حضرتِ سَيِّدُنا اِسماعِيل حَقِّى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په “ تفسِير رُوحُ البيان “ كښې نقل كوي : “ حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام درې ورځې يا ووه ورځې يا څلويښت ورځې د مهي په خيټه كښې وو. لِهٰذا هغه مهے به جَنَّت ته ځي. “ (رُوحُ البيان ج٥ ص ٢٢٦ ، ٥١٨كوئټه)

مور و پلار ئې جَنَّتيان دي

       خوږو خوږو اسلامي ورونړو! سوچ اوكړئ! د كوم مهي په خيټه كښې چې د الـلّٰـه  تَعَالٰى   نبى حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام صرف يو څو ورځې وو هغه مهے به جَنَّت ته ځي او د كومې مور سَيِّدَتُنا آمِنه په ګيډه كښې چې د حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام آقا محمّدِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څو څو مياشتو پورې تشريف فرما وو نو هٰغه بي بي آمِنه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا دِ مَعَاذَ الله په كُفر د دُنيا نه لاړه شي او د قبر په عذاب كښې دِ اخته شي دا چرې كيدے شي. يقيناً د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو مور و پلار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د ژوند هر ساعت په عقِيدۀ توحِيد تير شوے وو او هغوئي جَنَّتيان دي. بلكه زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول نيكونه [او نياګانې] اهلِ حق وو. د تفصيلي