Book Name:Taqat e Mustafa

وَسَلَّم ته څنګه جسماني طاقت عطا كړے دے. ياد ساتئ! شهنشاه مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هيڅ كله هم په خوراك ځان نه دے موړ كړے او نه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پهلوانئ طرف ته توجه كړي ده ، د دې باوجود دومره زور او طاقت د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معجزه هم ده.

د كُشتئ شرعي حيثيت

      راځئ چې د موقعے په مناسبت د كُشتئ په باره كښې شرعي حُكم هم وارو ، چنانچه  فتاویٰ ھِنْدِیہ كښې دي چې د كُشتئ په ميدانونو كښې كه كُشتي كول د لَـهو و لَعِب په طور نه وي بلكه د دې مقصد خپل بدني طاقت زياتول وي نو دا جائز دي خو شرط دا دے چې [فرض] ستر پټولو سره وي ، نن صبا چې [خلق] د كشتئ د پاره لنګوټے او جانګے اغوندي او په هغې كښې ورنونه [او زنګونان او د نامه نه لاندې حِصَّه] وغيره ښكاره وي دا ناجائزه [او ګناه] ده او د داسې كُشتئ تماشه كول هُم ناجائزه [او ګناه] ده ، ځكه چې د چا ستر ته كتل هُم حرام دي. (فتاوی ھندیۃ ، کتاب الکراہیۃ ، باب السابع عشر فی الغناء۔ ۔ ۔ الخ ، ۵ / ۳۵۲ملخصاً)  [د نارينه فرض پرده د نامه نه واخله د زنګونانو پورې ده ، يعني زنګونان هُم پكښې شامل دي]

د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والِد محترم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې اوس د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والِد ماجِد حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بِن عبدُ المُطَّلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا په باره کښي يو څو ايمان تازه کوونکي خبرې وارو :

       حضرتِ سَیِّدُنا عبدُ اللہ بِن عبدُ المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا ، زمونږ د نُور والا آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والد محترم دے ، د هغوئي مُبارَک نُوم عبدُاللہ ، کُنیت اَبُو مُحَمَّد ، اَبُو اَحمد اور