Book Name:Taqat e Mustafa

قادِر عَزَّوَجَلَّ په عطا څومره عظيمُ الشّانه مُعجِزه اوښودله. تاسو هم واورئ او خوشحاله شئ : اِمام ابُو اَلقاسِم عبدُ الرَّحمٰن سُهَيلى (وفات 581 هجرى) په “ اَلرَّوضُ الاُ نُفكښې نقل كوي چې اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا رِوايت فرمائي : سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوكړه : يا الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ زما مور او پلار ژوندي كړې “ الـلّٰـه  تعالٰى د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا قبوله كړه او دواړه ئې ژوندي كړل او دواړو په حُضُورِ اَقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اِيمان راوړو او بيا ئې خپلو پاكو مزاراتو ته تشريف يوړلو.  (اَلرَّوضُ الاُ نُف ج١ ص٢٩٩ دارالكُتبِ العِلمِية بَيْرُوت)

اِجابت   کا   سہرا    عنایت   کا  جوڑا                                                                               دلہن  بن  کے نکلی دعاۓ  محمد  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اجابت  نے جھک کر گلے  سے لگایا                        بڑھی ناز  سے  جب  دعاۓ   محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

  د شعر ترجمه : د حُضُورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركې ژبے نه چې كومه دُعا اوځي  نو هغه داسې قبليږي چې قبوليت هغې له پخپله غاړه وركوي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعَالٰـی عَلٰی   مُـحَـمَّد

مبارک مور و پلار ئې په توحِيد قائِم وو

    زمونږه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا د خپلې مباركې مور سَيِّدَتُنا آمِنه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا په مباركه ګيډه وو چې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك پلار حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دُنيا نه پرده اوفرمائيله او چې كله د مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مبارك عُمر د پينځه يا شپږو كالو شو نو والِده ماجده رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا ئې هم د دنيا نه رُخصته شوه او د الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ مَحبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څلويښتو كالو په عُمر شريف كښې د نُبُوَّت اعلان اوفرمائيلو. د دې خبرې دِ څوك دا مطلب نه اخلي چې د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مور و پلار ګنې معاذَ الله د كُفر په حالت كښې وفات شوي وو او ګنې په