Book Name:Taqat e Mustafa

ته پكار دي چې د دې كارونو نه ځان اوساتو. او كه څوك تر اوسه په دې ګناه كښې اخته شوے وي نو هغه دِ توبه هُم اوكړي.

كه چا په جوارئ كښې ګټلے رقم وغيره واخستو نو د هغې واپس وركول لازم دي ، دا رقم به په څه طريقه واپس وركوي ، په دې باره كښې مُفتيانِ كرامو نه رهنمائي اخستل پكار دي. الله پاك دِ مونږه د هرې ګناه نه په حفاظت كښې اوساتي.

[د مختلفو مسائلو د تپوس د پاره د دارُ الْاِفتاء اَهلِسُنَّت نوے نمبر نوټ كړئ 03117864100]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ابو الاسود سره مقابله

     (2) دغه شان اَبُو اَلْاَسْوَد جُمحي هم ډير طاقتور پهلوان وو ، د هغه په باره كښې راځي چې هغه دومره طاقتور وو چې هغه به په يوه څرمن كښيناستلو او لسو پهلوانانو به هغه څرمن راښكله چې هغه څرمن د هغه د لاندې نه راخلاصه شي ، هغه څرمن به په راښكلو اوشليدله او ټكړے ټكړے به شوله خو د هغه د لاندې نه به نه راخلاصيدله. يو ځل هغه هم د حُضُور انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او چيلنج ئې اوكړو چې كه تاسو زه په كُشتئ كښې راڅملولم نو زه به مسلمان شم. حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه سره كُشتئ كولو د پاره پاڅيدلو او د لاس نيولو سره ئې سمدستي په زمكه را څملولو. هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت په دې طاقت حيران شو او فوراً مسلمان شو. (زرقانی علی المواہب ، الفصل الثانی فیما اکرمہ اللّٰـہ ...الخ ، ۶ / ۱۰۳)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ